Language

پنجشېر کې د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو عام‌المنفعه پروژو چارې پيل شوې

پاراخ (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د پنجشېر په شتل ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک په مالي مرسته د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو عام‌المنفعه پروژو چارې پیل شوې.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاټر د شتل ولسوالۍ په «ده‌کلان اورتی، کورابه، بوستان او اندروسات» کلیو کې پلې کېږي.

نوموړي له جزییاتو پرته وویل چې په یادو پروژو کې د سړک ترمیمول او د اوبو کانالونو ترمیم او پاک‌ول شامل دي.

د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو پروژو له پیلېدو خوښ دي.

login or register a new account.