پاراخ (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د پنجشېر په شتل ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک په مالي مرسته د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو عامالمنفعه پروژو چارې پیل شوې.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاټر د شتل ولسوالۍ په «دهکلان اورتی، کورابه، بوستان او اندروسات» کلیو کې پلې کېږي.
نوموړي له جزییاتو پرته وویل چې په یادو پروژو کې د سړک ترمیمول او د اوبو کانالونو ترمیم او پاکول شامل دي.
د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو پروژو له پیلېدو خوښ دي.
د شتل ولسوالۍ د کورابه کلي یوه اوسېدونکي عبدالله وویل: «د سړک او کانال جوړېدل د خلکو په ګټه دي او حکومت چې په دې اړه هر اقدام کوي، خلک یې هرکلی کوي او زه هم خوښ یم چې سړک ترمیم کېږي، ځکه ډېر خراب شوی دی.»
د یادې ولسوالۍ یو بل اسېدونکی عزیزالله هم د حکومت دغه اقدام ستایي او د ورته نورو پروژو پلې کولو برخه کې د اړوندو چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










