ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر د هېواد ترانسپورټي سیسټم پر اصلاح او د پوهنتونونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

مولوي عبدالکبیر د هېواد ترانسپورټي سیسټم پر اصلاح او د پوهنتونونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

author avatar
18 May 2023 - 13:44
مولوي عبدالکبیر د هېواد ترانسپورټي سیسټم پر اصلاح او د پوهنتونونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
author avatar
18 May 2023 - 13:44

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته هدایت کړی چې د افغانستان ترانسپورټي سیسټم اصلاح او له نوو معیارونو سره یې برابر کړي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له معین انجنیر صدیق‌الله عابد او مل پلاوي سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت معین د دغه وزارت د پرمختګونو، راتلونکو پلانونو او عوایدو په اړه د رییس‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.

په دغه ټويټ کې د ترانسپورټ وزارت مرستیال له قوله راغلي چې اوس د هېواد په هوایي ډګرونو کې د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د دغه وزارت او بهرنیو کمپنیو ترمنځ ډېر قراردادونه لاسلیک شوي دي.

له بلې خوا، هغه د کابل د مخکینۍ ادارې او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د نابشپړو تړونونو، د هغو حقوقي مسایلو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې شته ستونزې شریکې کړې.

هغه وویل، د دغو ستونزو له امله ډېرو قراردادونو زیان لیدلی او د ځینو د اصلاح لپاره هڅې شوې دي.

په ټويت کې راغلي، د رییس‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د یادو ستونزو د حل په موخه د ترانسپورټ وزارت مسوولینو ته لازم هدایات ورکړ او ویي ویل چې د وزارت په کچه دې ټول تړونونه و ارزول شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانستان د ترانسپورټ له پلوه له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې ترانسپورټي سیستم چې څو لسیزې مخکې جوړ شوی او تر اوسه ستونزې لري، اصلاح شي او له غوښتنو، شرایطو او نوو معیارونو سره سم دې جوړ شي، څو هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د یوه بل خبر له مخې، د رییس‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل په سپېدار ماڼۍ کې د خوست د شیخ زاید پوهنتون له رییس شیخ محمدیعقوب نیازي او ځينو استادانو سره لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې سیاسي مرستیال د علمي کچې لوړول او په شیخ زاید پوهنتون کې بنسټیز کارونه لازمي او اړین وبلل.

نوموړي وویل، د پوهنتونونو اهمیت ته په کتو، په ټول هېواد کې به د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پیاوړتیا برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

نوموړي وویل، اړتیا ده چې پوهنتونونه او علمي مرکزونه د نني عصر نړۍوالو منل شوو اړتیاوو مطابق برابر شي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.