سرپل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): په سرپل کې یو شمېر د چرګانو فارملرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له بهره د چرګانو واردات او د چرګانو خوراکي توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوی څو په دغه ولایت کې ځيني فارملرونکي خپل فعالیتونه ودروي.
هغوی خبرداری ورکوي چې که د حکومت او مسوولو بنسټونو له خوا ترې ملاتړ ونه شي، نو پاتې فارمونه به هم وتړل شي.
د سرپل مرکز اړوند په سرخک کلي کې د چرګانو فارملرونکی عیسی وایي، په تېرو کلونو کې د چرګانو د خوراکي موادو یوه ۷ منۍ بورۍ ۱۷۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې بیه ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
د هغه په خبره، سربېره پر دې له بهره هم د چرګانو بېکیفیته خوراکي مواد واردېږي چې چرګان ناروغوي.
نوموړي زیاته کړه: «حکومت باید د چرګانو تولید فارمونو د فعالیت دوام په خاطر په هېواد کې د موادو تولید، د بېکیفیته موادو واردېدو او په لوړه بیه خرڅولو مخنیوي برخه کې اقدام وکړي، څو له دې پلوه د هېواد د چرګانو فارملرونکي پر ځان بسیا شي.»
په سانچارک ولسوالۍ کې د چرګانو فارملرونکي حیاتالله پژواک ته وویل، له یوه کال راهیسې یې د د چرګانو بېکیفیته غذايي توکو وارداتو او د دغو توکو د بیو لوړوالي له امله یې خپل فارم تړلی او حکومت باید له کسبګرو ملاتړ وکړي او لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هغه زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې د چرګانو د تولید او پلور برخه کې دې منظم پروګرام جوړ کړي چې له مخې یې، نه فارملرونکي زیان و ویني او هم خلک په ښه بیه د چرګانو غوښه ترلاسه کړي.»
له بلې خوا، د ګوسفندې ولسوالۍ یو فارملرونکی سمیعالله وایي، د چرګانو د پلور لپاره منظم بازار نشته، حکومت باید فارملرونکو ته منظم بازار جوړ کړي څو دوی له زیان سره مخ نه شي.
په سرپل کې د اقتصاد برخې کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د ځانبساینې یوازېنۍ لار له متشبثینو او تولیدوونکو ملاتړ دی.
د هغوی په خبره، تولیدوونکي که په هره برخه کې امکاناتو ته اړتیا ولري، باید حکومت یې ورته برابر کړي.
په سرپل کې د اقتصادي چارو شنونکي عبدالله وویل: «ډېر د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې د چرګانو د تولید فارمونه لرو او د ټولنې د اړتیا یوه برخه له همدغو فارمونو رفع کېږي، د فارملرونکو زیان د خلکو او هېواد زیان دی، د حکومت دنده ده چې د دوی لپاره یوه منظمه برنامه ولري.»
د سرپل د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر اسحق قریشي پژواک ته وویل، تېر کال په سرپل کې د چرګانو ۱۷۰ فارمونو فعالیت درلود چې ۳۰ فارمونه د چرګانو خوراکي موادو د لوړې بیې له امله له فعالیته پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه، په سرپل کې د چرګانو فارمونو شتون له دوو اړخونو د اهمیت وړ دی چې یو اړخ یې په ارزانه بیه د چرګ غوښې تولید دی او بل یې، په دغه ولایت کې خلکو ته د کار زمینې برابرېدل دي.
قریشي وویل: «یوه اوونۍ مخکې چې د کرنې وزارت مسلکي معین سرپل ته راغلی و، ژمنه یې وکړه چې د مالدارنو له بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د چرګانو تولید له فارمونو څخه به ملاتړ کوي، څو مالداران په اسانه او صحي ډول خلکو ته غوښه او نور حیواني محصولات برابر کړي او له تاوان سره هم مخ نه شي.»
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن