Pajhwok Afghan News

د افغانانو ملي اتڼ د امریکا یوه دولتي پوهنتون په نصاب کې شامل شو

کابل (پژواک، ۲۸ غویى ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د افغانانو ملي اتڼ د امریکا متحده ایالتونو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل کړاى شو.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي اتڼ په نړۍواله کچه د داسې یو مشهور پوهنتون په نصاب کې شاملېږي.

امریکا غږ تېره شپه په یوه راپور کې، د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ له قوله لیکلي، د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.

نوموړي ویلي، کله یې چې په لومړي ځل په ټولګي کې اتڼ له محلصینو سره یو ځای تجربه کړ نو په خونه کې ټولو وستایه او خوښ یې شو.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مرستیاله لیزا سنډرسن وايي: «هغه څه چې زما د اتڼ په اړه ډېر خوښ شول، د دې نڅا په زړه پورې بڼه او د هغې خورا اوږد تاریخ دی.»

د یاد پوهنتون مرستیاله وایي، په اټن کې څرخېدل ډېر سخت دي خو د اټن کوونکو ترمنځ همغږي ډېره په زړه پورې ده.

سرچینې ویلي، د افغانانو ملي اتڼ د امریکا د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د نڅا په څانګه کې، د دغه پوهنتون د افغان استادانو نجیب‌الله ازاد او د هغه د مېرمنې ثروت ازاد په هلوځلو په رسمي ډول په نصاب کې شامل شوی دی.

په دې اړه نجيب‌الله ازاد په خپله فېسبوک‌پاڼه کې ليکلي: «ویاړم چې د سیاسي علومو د استاد په توګه په ډېره لږه موده کې وتوانېدم چې د امریکا د وېسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هُنرونو پوهنځی قانع کړم چې د ډانس په ډیپارټمنټ کې افغان ملي اتڼ په رسمي ډول په خپل نصاب کې شامل کړي.»

د یادولو ده، په افغانستان کې اتڼ ډېر لرغونی تاریخ لري او په مختلفو ولایتونو کې ډېر مینوال لري او په بېلابېلو طریقو اتڼ ترسره کوي.

Views: 97

Exit mobile version