ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوبو په اړه د ایراني ولسمشر څرګندونو ته د اسلامي امارت ځواب: دا ډول خبرې باید تکرار نه شي

د هلمند اوبو په اړه د ایراني ولسمشر څرګندونو ته د اسلامي امارت ځواب: دا ډول خبرې باید تکرار نه شي

author avatar
19 May 2023 - 00:46
د هلمند اوبو په اړه د ایراني ولسمشر څرګندونو ته د اسلامي امارت ځواب: دا ډول خبرې باید تکرار نه شي
author avatar
19 May 2023 - 00:46

اټلانټا (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د هلمند داوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، دا ډول څرګندونې د هېڅ لوري په ګټه نه دي او باید تکرار نه شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي چې پرون د دغه هېواد د سیستان – بلوچستان ولایت ته یې سفر کړی و،‌ د افغانستان سرپرست حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه “ډیر جدي”‌ دی.‌

د افغانستان سرپرست حکومت د ایران د ولسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۲۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي.

هغه زیاته کړې، داچې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تېره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون ګڼ ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه شتون نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي : “په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې  په زیان بولو. “

مجاهد ویلي، ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هېڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “ اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله هڅه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشې کړو؛ نو د هلمند په وچ رود کې به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کې هېڅ اوبه نشته او د کجکي بند لیږ اوبه که ورخوشې شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي. “

د یا ونې وړ ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره د هلمند داوبو د حقابې په اړه ټېلېفوني خبرې کړې وې.

د افغانستان او ایران تر منځ ۱۳۵۱ کال کې د افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.

Views: 522

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.