کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاټر صندوق (یونیسف) وایي چې دغه بنسټ په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرسته ته دوام ورکوي.
یادې څرګندونې په افغانستان کې د يونيسف استازي فرانک اکيزا نيويارک ښار کې يوې خبري غونډې ته کړي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د لوږې له ګواښ او ۲.۳ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ۸۷۵ زره یې درمنلې او د ماشومانو تغذیې خوړو ته اړتیا لري.
نوموړي وویل، سږکال په ډېر ګومان سره ښايي شاوخوا ۸۴۰ زره امیندواره میرمنې او شیدې ورکوونکي میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن