ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

یونیسف: افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

author avatar
19 May 2023 - 15:20
یونیسف: افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو
author avatar
19 May 2023 - 15:20

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاټر صندوق  (یونیسف) وایي چې دغه بنسټ په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرسته ته دوام ورکوي.

یادې څرګندونې په افغانستان کې د يونيسف استازي فرانک اکيزا نيويارک ښار کې يوې خبري غونډې ته کړي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د لوږې له ګواښ او ۲.۳ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ۸۷۵ زره یې درمنلې او د  ماشومانو تغذیې خوړو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، سږکال په ډېر ګومان سره ښايي شاوخوا ۸۴۰  زره امیندواره میرمنې او شیدې ورکوونکي میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.