کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): اسلامي امارت اقصی جومات ته «د اسراییلیانو ننوتل او دغه جومات بې حرمتي» غندي، وایي دغه کار د نړۍوالو اصولو خلاف دی او باید دا ډول کړنې ژر ودرول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «راپورونه مو ترلاسه کړل چې په غیرقانوني توګه مېشت اسرایيلیان د نظامي ځواکونو په حمایت یو ځل بیا مسجد اقصی ته ننوتلي او بې حرمتي يې کړې ده.»
هغه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د مقدسه اماکنو بي حرمتي پر کلکو ټکو غندي او هر څه ژر د دې چارې د درېدو غوښتنه کوي.
مجاهد زیاته کړې، پر بې دفاع خلكو او عبادتځایونو تېری د انساني او نړۍوالو اصولو خلاف کار دی او داسې کړنې په ډاګه کوي چې «مظلوم او بې دفاع فلسطینی ولس د اسراییلي اشغالګر رژیم تر ظلم لاندې شپې ورځې تېروي. »
له دې مخکې هم اسراییلي ځواکونو دغه جومات ته بې حرمتي کړې وه او د افغانستان په ګډون ډېرو اسلامي هېوادونو دغه کار غندلی و.
Views: 26