ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو جوړولو چارې پیل شوې

د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
20 May 2023 - 14:01
د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
20 May 2023 - 14:01

فراه (پژواک، ٣٠ غويی ١۴٠٢): د فراه ولايت د بخش‌اباد بند -چې د نږدې ٦٩ زره هکټاره ځمکې خړوبولو وړتيا لري- د تونلونو د جوړولو چارې نن پيل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور نن د فراه ولايت د بخش‌آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

په دغه مراسمو کې ملا برادر وويل چې د بخش‌آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او په ټول توان د دغې پروژې بشپړولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

هغه وويل: «دا وعده یواځې په الفاظو کې نه کوو، بلکې په ډېر اخلاص سره به یې چارې په عمل کې بشپړې کړو، موږ باید تېر کال هڅه کړې وای چې سږ کال مو د دغه بند اوبه ذخیره کړې وای او ضایع شوې نه وای.»

نوموړی زياتوي، اسلامي امارت ته د افغانستان ډېرې ستونزې په میراث ورپاتې دي چې د ټولو حل په یوه وخت کې ممکن نه دی.

هغه وويل: «د افغانستان اقتصادي زیربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او په جدي توګه مې هڅې پیل کړې ترڅو په اقتصادي ډګر کې د ښو تحولاتو شاهدان واوسو.»

ملا برادر زياتوي، د بخش‌آباد بند د پاتې چارو بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو کار واخلي او له قراردادي شرکت څخه یې هم وغوښتل چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.

هغه وايي: «موږ ژمن یو چې دا بند جوړ کړو، دا ځکه چې دا د فراه ولس حق دی او موږ مکلف یو چې د فراهي ولس دا ستونزه رفع کړو.»

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وویل، که څه هم حکومت دومره بودجه نه لري چې د بخش‌اباد بند په یوځلي ډول جوړ کړي، خو د خلکو په ملاتړ یې د جوړولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د خلکو په ملاتړ دا بند جوړوو، دا ځکه چې فراهي ولس ژمنه وکړه چې د بند په جوړولو کې ونډه اخلو.»

د نوموړي په وینا، حکومت ژمن دی چې یاد دوه تونلونه د لسو میاشتو په موده کې جوړ کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست په خبره، بانکي حساب جوړ شوی، له دې وروسته هر افغان او هر فراهي‌وال کولای شي چې دغه حساب ته خپله مالي مرسته اضافه کړي.

د غونډې په جریان کې قومي مشرانو او مخورو هم د یاد بند د تونلولو جوړولو چارې پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د فراه خلک هر ډول مالي او بشري مرستو ته چمتو دي.

یوه قومي مشر حاجی شیراغا وویل: «موږ له حکومته مننه کوو چې د بند کار یې بیاځلي پیل کړ او موږ هر ډول مرستې ته چمتو یو چې د بند په جوړولو کې اغېزناک تمام شي.»

هغه زیاته کړه، که یاد بند ژر جوړ نه شي، د فراه نیم ولس کډه کولو ته مجبورېږي؛ ځکه اوبه کښته تللې او د څښاک اوبه په اسانه نه پیدا کېږي.

د فراهرود ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالله جان نورزي د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د یاد بند په جوړېدلو سره به نه یوازې د فراه د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي، بلکې نیم افغانستان ته به غله او دانه ورکړل شي.

د هغه په خبره، لکه څنګه چې پخوا هم د فراه ولس د بند په کار کې همکار وو، اوسمهال هم همداسې همکاري کوي؛ ځکه دا یوه حیاتي پروژه ده چې په جوړولو سره يې ټول افغانستان ته ګټه رسېږي.

د یادې پروژې مسوول اسماعیل میاخېل وویل، دغه تونلونه به په لسو میاشتو کې جوړ کړي او که حکومت پر وخت پیسې ور ورسوي، تر ټاکلې مودې مخکې هم کار خلاصېدای شي.

د هغه په خبره، د انحرافي تونلونه هر یو څه باندې ۵۰۰ متره اوږدوالی لري چې د دغو تونلونو له سوري کېدلو وروسته د بند اصلي کار پيلېږي.

د غونډې په پای کې د کاسا شرکت مسوول میرزا محمد خان کټوازي هم ژمنه وکړه چې د تونلونو کار به په ټاکلې موده کې بشپړوي.

د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د بخش‌آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومټره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومټره کانال په درلودلو سره د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتیا لري چې د مسوولینو په وینا، پیل شوې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.