ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې یوه انجنیر د انلاین سوداګرۍ لپاره سیسټم جوړ کړی

پکتیا کې یوه انجنیر د انلاین سوداګرۍ لپاره سیسټم جوړ کړی

author avatar
21 May 2023 - 15:20
پکتیا کې یوه انجنیر د انلاین سوداګرۍ لپاره سیسټم جوړ کړی
author avatar
21 May 2023 - 15:20

ګردېز (پژواک، ٣٠ غوايى ۱۴۰۲): پکتیا کې یوه کس د انلاین سوداګرۍ لپاره سیسټم جوړ کړی چې پرون یې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعال کړ.

یاد کس انجنیر بهرام‌الدین عادل نومېږي او په چین کې يې د کمپيوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړې دي.

عادل پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما په دوو کالو کې د انلاین سوداګرۍ سیسټم جوړ کړی او فعال شو چې سوداګر يې پر مټ کولای شي په کلني، مياشتني او ورځني ډول د خپل کار ګټه، تاوان، د توکو زياتوالی، عرضه او تقاضا، پورونه او نور ورته حسابونه کنټرول او په شفاف ډول يې خوندي کړي.»

هغه وايي: «دغه سيسټم په پښتو، دري او انګليسي ژبو عيار شوی او د لويو شرکتونو، کارخانو او عادي دوکاندارانو لپاره ګټور تمامېږي او اسانتیا ورته راولي.»

انجنیر عادل دغه راز وویل چې د روغتيايي توکو او درملو په برخه کې هم په ورته یوه سيسټم جوړولو کار کوي.

بلخوا، په پکتيا ولايت کې سوداګر او پانګه‌وال د سوداګرۍ برخه کې د یاد سيسټم پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي، په خپلو ورځنيو چارو کې به ترې استفاده کوي.

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ ریيس فضل‌الدين جلالزی وايي: «دغه سيسټم چې د پانګونې لپاره جوړ شوی، د پانګوالو او سوداګرو لپاره ډېر ګټور او اړين دی او هڅه کوو چې سوداګر له دغه سيسټم څخه ګټه واخلي.»

نوموړي وايي، په نوره نړۍ کې سوداګري او کاروبارونه ډېر عصري او پرمختللي دي او دا د دغه ډول سيستمونو برکت دی چې په تجارت کې ښه‌والی او روڼتيا رامنځته شوې.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس ثواب‌جان اسلام‌يار وايي، دغه ځوان یو نوښت کړی او دوی به خلک وهڅوي چې له دغه سیستمه ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د دغه ډول نوښتګرو ځوانانو ملاتړ او لاسنیوی کوي.

د یادونې ده، په نړۍ کې د نورو برخو ترڅنګ سوداګري هم ډیجیټلي شوې او خلکو ته په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

Views: 768

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.