هرات (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): په هرات ولایت کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله په داسې حال کې د شولو پر کرلو بندیز لګول شوی چې په دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر له ځايي مسوولینو غواړي څو د یوه منظم پلان له مخې د سلما بند اوبه ورته په واک کې ورکړي.
دغه کروندګر وایي، هرات د هېواد په لوېدیځ کې یو له حاصلخېزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې اوسېدونکي یې پر کرنې بوخت دي او هر کال د شولو په ګډون بېلابېل محصولات له خپلو ځمکو څخه ترلاسه کوي، خو له څو کلونو راهیسې د موسمي اورښتونو او د ځمکې لاندې اوبو کمېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د هرات یوه بزګر حیاتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ده په ګډون د دغه ولایت ټول کروندګر د اوبو له کمښت سره مخ دي، خو له درېیو کلونو راهیسې د اوبو نشتوالي له امله د کروندګرو له لېوالتیا سره سره د شولو کرل کمرنګه شوی دی.
د هرات یو بل بزګر غلام فاروق هم وایي، د دغه ولایت سیمهییز مسوولین له کروندګرو د ملاتړ په موخه باید د دوی کښتونو ته د سلما بند اوبه ازادې کړي؛ ځکه د هغه په خبره، د اوبو کچه ټيټه شوې او بزګر په ځانګړي ډول هغوی چې شولې کري له جدي ستونزو سره مخ دي.
په دغه حال کې، د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیراحمد وایي چې وریجې یا شولې تر ډېره د دغه ولایت په انجیل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې کرل کېږي.
د هغه په وینا، یادې ولسوالۍ د هریرود سیند پر غاړه پرتې دي او له همدې امله ډېرې شولې پکې کرل کېږي، سږ کال د وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کمېدو له امله د کرنې ریاست په یادو ولسوالیو کې د شولې کرل منع شوی، خو کروندګرو ته د دغو کښتونو بدیلې لارې معرفي شوې دي.
له بلې خوا، په هرات ولایت کې د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې حکومت مکلف دی څو کروندګرو ته د شولو کرکیلې لپاره د اوبهخور بدیلې لارې برابرې کړي.
د کرنیزو چارو کارپوه همایون اکبري وایي، د سیمې وریجو د وارداتي وریجو په پرتله خپل محلي خصوصیات ساتلي او باید د کرکیلې لپاره یې زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، شولې یا وریجې د انسان لپاره یوه مهمه غذایي سرچینه ګڼل کېږي او حکومت باید په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
و مو غوښتل چې په دې اړه د هریرود سیندیزې حوزې د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره و نه توانېدو.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن