ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې او مالدارۍ وزارت: هېواد کې د مچیو روزنې له صنعته ملاتړ کوو

د کرنې او مالدارۍ وزارت: هېواد کې د مچیو روزنې له صنعته ملاتړ کوو

author avatar
21 May 2023 - 15:42
د کرنې او مالدارۍ وزارت: هېواد کې د مچیو روزنې له صنعته ملاتړ کوو
author avatar
21 May 2023 - 15:42

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): سره له دې چې په هېواد کې له ۷۰۰۰ ډېر د شاتو مچیو فارمونه شته، خو لا هم هر کال نږدې ۵،۵ ټنه شات له بهره واردېږي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح‌الدین مستعین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خصوصي سکټور اړوند د شاتو مچیو ۷۰۸۳ فارمونه شته دي چې ډېر یې په خوست ولایت کې دي.

د هغه په خبره، افغانستان کې د شاتو مچیو بېلابېل ډولونه شته.

سرچینې زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت هغو هېوادوالو لپاره چې د شاتو مچیو کاروبار کوي، ډاډ ورکوي چې دغه وزارت تل ستاسو ترڅنګ ولاړ دی او ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوي او ستاسو د ستونزو هواري لپاره هڅې کوي.»

د هغه په خبره، د یاد وزارت په چوکاټ کې د مچیولرونکو لپاره د مچیو نسل تولید او توزیع په موخه د شاتو مچیو فارمونه شته چې هر کال د مچیو لرونکو ته یې وېشي.

د کرنې وزارت ویاند په داسې حال کې چې وایي، افغانستان هر کال ۲۵۷۴۰ مټریک ټنه شاتو ته اړتیا لري، زیاته کړه: «په یوه کال کې هېواد کې ۱۷۷۳ ټنه شات تولیدېږي او دغه تولید زموږ د هېواد لپاره بسنه نه کوي.»

نوموړي وویل، تېر کال له ۵،۵ ټنه ډېر شات له بهره وارد شوي او دا په داسې حال کې ده چې د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ۲ ټنو ډېر شات ګاونډيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د شاتو مچیو نړۍواله ورځ وه او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دغې ورځې په مناسبت په خپله ټويټرپاڼه یو  ویډیويي کلیپ خپور کړی او ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ځینو بې‌ځایه شوو کسانو ته د مچیو ساتنې مهارتونه ور ښودلي دي.

په دغه ویډیویي کلیپ کې یو کس وايي، یادې ادارې د شاتو مچۍ ورته ورکړې او اوس د هغو د شاتو له تولیداتو عاید ترلاسه کوي.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.