Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزارت او ایراني پلاوي تر منځ دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، په کابل کې د دغه وزارت او ایراني پلاوو ترمنځ خبرې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په هدف وې، پای ته ورسېدې.

د ياد شوي وزارت په ټويترپاڼه کې راغلي چې په دغو خبرو د وسله‌وال پوځ لوی درستيز مرستیال مالي خان "صديق" په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د ګډ پلاوي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، استخباراتو، سرحداتو او قبايلو، د کرنې او اراضۍ وزارتونو استازو ګډون کړی وو.

سرچينه زياتوي، دغه راز په دغو خبرو کې د ايران په استازيتوب د ياد هېواد له لوري په بین‌المللي چارو کې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز مرستيال بهرام حسيني «مطلق» په مشرۍ او په کابل کې د ياد هېواد د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو مرستيال حامد رضا یوسفي دولت آبادي، د وسله‌والو ځواکونو د سرحداتو او اراضۍ رئيس علي رضا عباسي سمناني او ورسره نورو پلاوو برخه اخیستې وه.

سرچينه کاږي، دغه خبرې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په هدف چې تېره ورځ يې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو په ریاست کې تر منځ دوه ورځنۍ خبرې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د خبرپاڼې په حواله، د دواړو لورو د پلاوو له خبرو اترو او سرحدي موضوعاتو وروسته، دوی د نړیوالو او سرحدي ژمنو پر بنسټ خپل نظریات، وړاندیزونه او طرحې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ګټو پر بنسټ به ولاړې وي، وړاندې کړل او په راتلونکي کې يې پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.