ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو لومړۍ پړاو پای ته ورسېد؛ ګجرات لوبډلې لومړی مقام خپل کړ

د هند ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو لومړۍ پړاو پای ته ورسېد؛ ګجرات لوبډلې لومړی مقام خپل کړ

author avatar
22 May 2023 - 01:14
د هند ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو لومړۍ پړاو پای ته ورسېد؛ ګجرات لوبډلې لومړی مقام خپل کړ
author avatar
22 May 2023 - 01:14

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د هندوستان د ای‌پي‌اېل غوره‌لیګ کرکټ سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد او د ګجرات لوبډلې – چې راشد خان هم په کې لوبېږي – لومړی مقام خپل کړ.

په دې سیالیو چې لسو لوبډلو برخه اخیستې وه، په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې ۱۴، ۱۴ لوبې وکړې.

د افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد لکڼوال لوبډلې ګجرات له ۱۴ لوبو د لسو لوبو په ګټلو سره ۲۰ نومرې ترلاسه او لومړی مقام خپل کړ، دغه راز د چنای لوبډلې ۱۴ لوبو کې اته لوبې ګټلې او د ۱۷ نومرو په ترلاسه کولو سره یې دویم مقام خپل کړ.

د لکهنو لوبډلې هم له ۱۴ لوبو اته لوبې وګټلې او په ۱۷ نومرو سره یې درېیم او د بمبیي لوبډلې له څوارلسو څخه د اتو لوبو په ګټلو سره ۱۶ نومرې ترلاسه کړې او څلورم مقام یې ترلاسه کړی دی.

یادو څلورو لوبډلو دویم پړاو ته هم لاره ومونده او په دغه پړاو کې به لومړی مقام لرونکې لوبډله (ګجرات) له دویم مقام لرونکې (چنای) سره لوبه کوي، دغه راز درېیم مقام لرونکی لکهنو به له څلورم مقام لرونکي بمبيي سره لوبه کوي.

د لومړي مقام او دویم ترمنځ د لوبې ګټونکی به نیغ په نېغه پایلوبې ته ځي، خو بایلونکی به یې د درېیم او څلورم مقام ترمنځ د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي او بیا د دې لوبې ګټونکی هم پای لوبې ته رسېږي.

راشدخان او نوراحمد دواړه سږ د خپلې لوبډلې لپاره ښه وځلېدل؛ راشدخان تر اوسه ۲۴ لوبغاړي سوځولي او د خپلې لوبډلې د بل لوبغاړي محمد شامي چې هغه هم ۲۴ لوبغاړي سوځولي، د توپ اچوونکو په لومړي مقام کې قرار لري.

[/restrict]

Views: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.