کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په اروزګان او زابل ولایتونو کې له ۳۷۶۵ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو، لوګر کې له شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو سره د نغدو پيسو او لغمان کې د بزګرانو له ۶ اتحادیو سره د تخنیکي وسایلو مرسته وشوه.
د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې له ۲۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، دغه مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۹ لېټره غوړي، ۱۲ کیلوګرامه دال، ۱ کیلوګرام مالګه او ۱۵ پاکټه د مېرمنو او خوارځواکو ماشومانو لپاره د تقویې خواړه ورکړل شول.
دغهراز، د زابل د اقتصاد رییس مولوي عزتالله امیر پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په مرکز کلات کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا له ۱۷۶۵ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لیټره غوړي، ۶،۵ کیلوګرامه دال، یوه اندازه د ماشومانو د تقویې مواد او نیم کیلوګرام مالګه ورکړل شول.
بلخوا، د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د افغانستان د بیارغونې او ښوونې مؤسسې/AREP په مالي ملاتړ په ازرې ولسوالۍ کې له شاوخوا ۱۰۰۰ بېوزلو او اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۶۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او دغه مرسته به د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په دوامداره توګه له هرې سروې شوې کورنۍ سره وشي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان د والي ویاند مولوي سلامتخان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند د بزګرانو له ۶ اتحادیو سره د ۸ میلیون افغانیو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته وکړه.
هغه وایي، یاده مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د بزګرانو شپږو اتحادیو ته وېشل شوې چې په کې ۴ ټراکټورونه، ۴ ګرځنده ژرندې، ۴ زرنجونه، ۵ لاسي ټراکټورونه او ۷ د غنمو د لو کولو لاسي ماشینونه شامل دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن