پلخمری (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۲۵ کتنځي (معاینهخانې) د مسلکي او قانوني اسنادو نه درلودلو له امله تړل شوې دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست د قوانینو پلي کولو څانګې مسوول ډاکټر نوید نوري نن (د غبرګولي ۲مه) پژواک اژانس ته وویل چې د غوره روغتیايي خدمتونو ترسره کېدو په موخه يې په پلخمري ښار کې د معاینهخانو سروې پیل کړې ده.
هغه وايي، په تېرو دوه اونيو کې یې ٦٨ معاينهخانې سروې کړې چې ٢٥ يې د قانوني او مسلکي اسنادو نه درلودلو له امله تړل شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یادو ٢٥ معاينهخانو کې شپږ لابراتوارونه، پنځه د غاښونو کلينيکونه، څلور تلويزيوني معاينېمعاينه خانې او ١٠ د غيرمسلکي کسانو معاينهخانې شاملې دي.
هغه وويل چې دغه سروې به له پلخمري ښار وروسته د یاد ولايت ولسواليو ته هم وغځوي.
په ورته وخت کې، په پلخمري کې د ماشومانو متخصص ډاکټر اشرف وحید د عامې روغتیا ریاست دغه کار ستايي او وايي، طبابت ټوکې یا هم سوداګري نه ده چې هر څوک وغواړي پیل یې کړي.
هغه وايي، د همدغه غېرمسلکي کسانو د فعاليت له امله خلک د افغانستان پر مسلکي ډاکټرانو هم بېباوره شوي او خپل ناروغان نورو هېوادونو ته لېږدوي.
د يادونې ده، پر بغلان سربېره د هېواد په نورو ولايتونو کې هم يو شمېر معاينهخانې د غيرمسلکي کسانو له خوا پرمخ وړل کېږي.
Views: 130
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن