Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار په پنځمه حوزه کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کار خونه له منځه وړې ده.

نوموړی زیاتوي، په یاده کارخونه کې ۵۰۰ کیلوګرامه اومان، ۱۲۰ کیلوګرامه ګازکیټ سوډا، ۱۲۵ کیلوګرامه هاک، ۹۰ لیټره تیزاب، ۱۲۵ بېرله تېل ترلاسه او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

ریاض وویل، نیول شوی کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.