Language

اتو ولایتونو کې څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۸ ولایتونو کې یې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

یاد وزارت نن د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کوکنارو کښتونو د له منځه وړلو کمپاین په لړ کې ۸ ولایتونو کې څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

login or register a new account.