منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اتو ولایتونو کې څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۸ ولایتونو کې یې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

یاد وزارت نن د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کوکنارو کښتونو د له منځه وړلو کمپاین په لړ کې ۸ ولایتونو کې څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

په دغه ټويټ کې لیکل شوي چې د دغو تخریب شوو کروندو له منځه ۳۸۲ جریب د ننګرهار په اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې، ۱۶ جریب د غور په الفاروق ولسوالۍ کې، ۷ جریب د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې، ۴ جریب د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې او ۲ جریب په میدان وردګو ولایت کې دي.

په ټويټ کې زیاته شوې چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او کاپیسا ولایتونو کې هم د کوکنارو کروندې له منځه وړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه