Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راتلونکې اونۍ د زونونو په کچه کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې مې میاشتې په وروستیو کې د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.

یادې ادارې نن په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د «میرویس نیکه» په نوم د زونونو په کچه د کرکټ دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلېږي او د راتلونکې جون میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري.

کرکټ بورډ ویلي، یادې سیالۍ په ننګرهار ولایت کې د پنځو زونونو مس عینک، سپین غر، بوست، بند امیر او آمو منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د یادونې ده، تر دې سیالیو مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د «زرغون افغانستان» په نوم د کرکټ دویم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ په خوست ولایت کې ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.