ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طبیعي پېښو لپاره چمتووالی؛ مولوي کبير: زیانمنونکو سیمو کې دې مرستندوی رضاکاران فعال شي

د طبیعي پېښو لپاره چمتووالی؛ مولوي کبير: زیانمنونکو سیمو کې دې مرستندوی رضاکاران فعال شي

author avatar
23 May 2023 - 12:00
د طبیعي پېښو لپاره چمتووالی؛ مولوي کبير: زیانمنونکو سیمو کې دې مرستندوی رضاکاران فعال شي
author avatar
23 May 2023 - 12:00

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ١٤٠٢): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويلي، د اوبو سطحه کښته شوې او له امله يې هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو د ریاست‌الوزراء کفيل بيا وايي چې په ټولو زیانمنونکو سیمو کې بايد مرستندوی رضاکاران فعال شي.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر ملا محمدعباس اخند سره کتلي دي.

په دې کتنه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د خپلو وروستیو کړنو، پلانونو او پېښو ته د رسېدو لپاره د یاد وزارت چمتووالي په اړه معلومات ورکولو پر مهال ويلي، شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستې رسونې ته چمتووالی لري او له مرستندویه بنسټونو سره په خبرو بوخت دى څو خپلې همکارۍ او امکانات ډېر کړي.

نوموړي وچکالي او د اوبو سطحې ټیټېدل جدي ننګونه بللې ويلي یې دي چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼې ستونزې پیدا شوې دي.

هغه د ستونزو په اړه ډېر جزئيات نه دي وړاندې کړي.

دغه راز په دې ليدنه کې د ریاست‌الوزراء کفیل مولوي عبدالکبير ویلي، باید په کور دننه طبیعي پېښو ته په کتو د مرستو رسولو، د زیانمنونکو سیمو پېژندنې او مخنیوي لپاره ظرفیتونه لوړ او په ټولو زیانمنونکو سیمو کې مرستندوی رضاکاران فعال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ادارې هم ويلي چې روانه اونۍ به په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونه راشي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.