Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د ایران پر وړاندې ترسره کوي.

دغه لوبه نن مازدیګر مهال پيلېږي.

د مرکزي اسیا اتلولۍ فوټبال سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۹مه په تاجکستان کې پیل شوې او د همدې میاشتې په ۲۹مه پای ته رسېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له ایران سره ترسره کوي.

دغه‌راز افغانستان تر دې مخکې ترکمنستان ته دوه پر یو ماتې ورکړې او له تاجکستان سره یې بیا لوبه مساوي کړې ده.

د یادونې ده، افغانستان په یادو سیالیو کې اوسمهال دویم ځای لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.