[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې سر له سبا به د کابل او چین ترمنځ نېغ په نېغه الوتنې پیل او په کابل کې به د ارزانه کورونو جوړولو پروژه هم پرانیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، د چین سفیر وانګ یو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د چين سفير وويل، دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړې شي.
د نوموړي په وینا، د مې په ۲۴مه به د افغانستان-چين ترمنځ نېغ په نېغه پروازونه پيل او د مس عينک کان ابتدايي چارې به هم چټکې شي.
د چین سفیر ویلي، له افغانستان څخه چين ته د صادراتو په ځانګړي ډول د انارو د صادراتو کچه زیاتوي او د جمهوريت روغتون د بيارغولو ترڅنګ په افغانستان کې د «ارزان بيه کورورنو» پروژه به هم پرانیستل شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چين له یاد اقداماتو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيلېدل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.
د بلخي په وینا، دغهراز په دې ناسته کې پر نورو دوهاخيزه مسائلو هم بحث وشو.
د یادونې ده، د چین سفیر پرون په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره هم لیدلي و.
[/restrict]
Views: 139
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن