Language

فرمان: چارواکي مکلف دي چې د مراجعینو عریضو او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه د یو فرمان له لارې له چارواکو غوښتي چې مراجعینو ته اسانتیاوي برابرې کړي څو هغوی خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي او که خپله ورسره نه شي لیدلای، خپل استازی دې ورته وټاکي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة‌الله اخندزاده په وزارتونو او ادارو کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه یو فرمان صادر کړ.

فرمان کې راغلي: «د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، سترې محکمې، محکمو، ولایتونو، ولایتي ریاستونو، امنیه قوماندانیو، ولسوالیو او د نورو امارتي ادارو مسوولین مکلف دي چي اړوندو وزارتونو او ادارو ته د مراجعینو د منلو لپاره لازمي آسانتیاوي برابرې کړي څو په مستقیم ډول خپل مشکلات مسوولینو ته وړاندي کړي.»

د فرمان له مخې، که چیرې مسوولین د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله، و نه کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزي یې واوري، نو خپل یو استازی دې له مراجعینو سره د کتني او د هغوی د ستونزو د حل لپاره توظیف کړي.

دغه‌راز فرمان کې راغلي، مسوولین مکلف دي چي په چټکه توګه د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسیدنه وکړي.