Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان ډبرو سکرو دوو کانونو کې د ګازنیونې له امله څلور کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي  ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د تاله برفک او نهرین ولسواليو د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازنیونې له امله څلور کان‌کيندونکي مړه شوي دي.

د بغلان طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ريیس هدایت‌الله همدرد نن (د غبرګولي ۳مه) پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ د تاله برفک ولسوالۍ په پشته‌مرق سیمه کې د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله د نازکمیر او عبدالبصیر په نومونو دوه کان‌کيندونکي مړه شوي  دي.

هغه وايي، په ورته مهال د نهرین ولسوالۍ د نواباد برجک کلي د ډبرو سکرو په کان کې هم د شېرمحمد او دوست‌محمد په نومونو  دوه کسان -چې پلار او زوی دي- د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.

دغه‌راز د بغلان د کانونو ريیس مولوي عبدالله حامد هم د یادو پېښو په تایيد سره پژواک ته وویل، د تاله برفک ولسوالۍ د پشته‌مرق ډبرو سکرو په کان کې مړه شوي کسان سره وروڼه وو.

د يادونې ده، تېره اونۍ هم په یاد ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د  ګازنیونې له امله یو کس مړ شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.