کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په کندهار ولایت کې نن پنځه کسانو ته د لواطت او یوه کس ته د واده شوې ښځې تښتونې له امله تعزيري سزا ورکړل شوه.
د هېواد سترې محکمې نن په خپله رسمي ویبپاڼه کې ويلي: «د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان له خوا د افغانستان اسلامي امارت د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت له هدایت سره سم شپږو متهمینو ته د لواطت او د بل د منکوحه ښځې د تښتولو په وجه په احمد شاهي فوټبال لوبغالي کې تعزیري سزا ورکړل شوه.»
د سرچینې په وینا، یادو کسانو پرته له زور او جبره پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دیوان له خوا څېړل شوې وې.
په خبرپاڼه کې دغهراز ویل شوي: «متهمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو هېوادوالو هم ګډون درلود.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP