مهترلام، جلالاباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): حکومتي مسوولين وايي، په لغمان ولایت کې يو مشهور وسلهوال غل وژل شوى او د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې بیا ټېلري موټر یو کس وهلى او مړ شوى دى.
د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په ماسموت سیمه کې د وسلهوالو غلو یو مشر موراخان مشهور په اسامه وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: «یاد کس هغه مهال ووژل شو چې مجاهدینو یې د نیولو هڅه کوله، خو نوموړی کس مجاهدینو ته په کمین کې و او غوښتل یې په مجاهدینو برید وکړي خو له پښو وغورځول شو.»
هغه وايي، اسامه نه یوازې دا چې یو مشهور غل، بلکې انسانتښتوونکی او پر قتل هم تورن و.
دغهراز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې ټېلري موټر یو کس وهلی او مړ شوی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا نن (د غبرګولي ۳مه) پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه یوولس بجې په تورخم بندر کې يو کس د یوه ټېلري موټر لاندې راغلی او مړ شوى دى.
سرچينه وايي، د يادې پېښې په تړاو د ټېلري موټر چلوونکى نيول شوى دى.
Views: 400
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن