ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي چارواکي: لغمان کې يو مشهور وسله‌وال غل وژل شوى

ځايي چارواکي: لغمان کې يو مشهور وسله‌وال غل وژل شوى

ځايي چارواکي: لغمان کې يو مشهور وسله‌وال غل وژل شوى
ارشیف

مهترلام، جلال‌اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): حکومتي مسوولين وايي، په لغمان ولایت کې يو مشهور وسله‌‌وال غل وژل شوى او د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې بیا ټېلري موټر یو کس وهلى او مړ شوى دى.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په ماسموت سیمه کې د وسله‌والو غلو یو مشر موراخان مشهور په اسامه وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: «یاد کس هغه مهال ووژل شو چې مجاهدینو یې د نیولو هڅه کوله، خو نوموړی کس مجاهدینو ته په کمین کې و او غوښتل یې په مجاهدینو برید وکړي خو له پښو وغورځول شو.»

هغه وايي، اسامه نه یوازې دا چې یو مشهور غل، بلکې انسان‌تښتوونکی او پر قتل هم تورن و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.