Language

لغمان کې یو کس د خپل ورور او مور د وژلو په تور نیول شوی

مهترلام (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغيو ولسواليو کې هغه کس نيول شوى چې څه موده وړاندې يې خپل مور او ورور وژلي وو.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په قرغيو ولسوالۍ کې یو «قاتل» محمدجواد د شمس زوی نيولی دى.

هغه وايي، محمدجواد څو مياشتې وړاندې خپل مور او ورور په بې‌رحمۍ سره په قتل رسولي وو.

یوسفزی وایي، محمدجواد د ننګرهار مرکز جلال‌آباد ښار د درېيمې ناحیې اوسېدونکی دی چې نن د امنيتي، کشفي او استخبارتي ارګانونو په مرسته د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې ونيول شو.

login or register a new account.