ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د انتاني ناروغیو ځانګړی روغتون فعال شو

پکتیا کې د انتاني ناروغیو ځانګړی روغتون فعال شو

author avatar
25 May 2023 - 14:18
پکتیا کې د انتاني ناروغیو ځانګړی روغتون فعال شو
author avatar
25 May 2023 - 14:18

ګردېز (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې د انتاني ناروغیو له ځانګړي روغتون سره د ۵۲ میلیون افغانیو معادل وسایلو او درملو مرسته وشوه او په فعالیت يې پيل وکړ.

مسوولین زیاتوي چې په یاد روغتون کې به پر پکتیا سربېره د شاوخوا ولایتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر صدرالدين عزام پژواک خبري اژانس ته وویل: «د انتاني ناروغيو دغه ځانګړی روغتون د روغتيا نړۍوال سازمان (WHO) په همکارۍ فعال شوی او د ۵۲ ميليونه افغانيو په ارزښت وسايل او تجهيزات ورکړل شوي دي.»

نوموړي وويل، اوس‌مهال یاد روغتون ۵۰ کسیز روغتيايي او اداري تشکيل لري او تر شپږو مياشتو پورې د روغتيا نړۍوال سازمان له لوري اکمالېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.