کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه بله پېښه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ثبت شوه.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نازیانو ولسوالۍ په لنډي جامع جومات کلي کې یو دوهنیم کلن هلک د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې ننګرهار ولایت او په ټوله کې ختیځه حوزه د دغې ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ ده.
د روان کال د غویي په ۲۳مه او ۲۴مه هم د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دغې ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ پېښې، په ۲۰۲۱ کال کې څلور پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې دوې پېښې ثبت شوې وې.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن