Language

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغانستان له ایران سره لوبه وبایلله

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه ایران ته څلور پر یو وبایلله.

د مرکزي اسیا اتلولۍ فوټبال سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۹مه په تاجکستان کې پیل شوې او د همدې میاشتې په ۲۹مه پای ته رسېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه ایران ته څلور پر یو وبایلله.

دغه‌راز افغانستان تر دې مخکې ترکمنستان ته دوه پر یو ماتې ورکړې او له تاجکستان سره یې بیا لوبه مساوي کړې وه.

login or register a new account.