ژبه

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغانستان له ایران سره لوبه وبایلله

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه ایران ته څلور پر یو وبایلله.</p>

<p style="text-align: justify;">د مرکزي اسیا اتلولۍ فوټبال سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۹مه په تاجکستان کې پیل شوې او د همدې میاشتې په ۲۹مه پای ته رسېږي.</p>

<p style="text-align: justify;">د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه ایران ته څلور پر یو وبایلله.</p>

<p style="text-align: justify;">دغه‌راز افغانستان تر دې مخکې ترکمنستان ته دوه پر یو ماتې ورکړې او له تاجکستان سره یې بیا لوبه مساوي کړې وه.</p>