Language

کرزي شمالي وزیرستان کې پر بمونو د نجونو ښوونځيو الوځول وغندل

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر بمونو د نجونو د دوو ښوونځيو الوځول غندي او وایي، دا ډول کړنې د زده‌کړو مخه نه شي ډپ کولی.

د مشال راډیو د راپور له مخې، څلور ورځې مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شپې مهال وسله‌والو د نجونو دوه ښوونځي پر باردو والوځول.

login or register a new account.