منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۰ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرزي شمالي وزیرستان کې پر بمونو د نجونو ښوونځيو الوځول وغندل

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر بمونو د نجونو د دوو ښوونځيو الوځول غندي او وایي، دا ډول کړنې د زده‌کړو مخه نه شي ډپ کولی.

د مشال راډیو د راپور له مخې، څلور ورځې مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شپې مهال وسله‌والو د نجونو دوه ښوونځي پر باردو والوځول.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «دغه غیرانساني عمل په کلکو ټکو غندم او له علم او پوهې سره یې ښکاره دښمني ګڼم چې د ترقۍ او پرمختګ دښمنان یې ترسره کوي، څو زموږ بچیان په خاصه توګه نجونې د علم او کمال خاوندانې نه شي او ټولنه مو تل د پردو محتاجه پاتې وي.»

هغه لیکلي چې دغه کړنې به هېڅکله هم د درس او تعلیم خنډ نه شي او «زموږ بچیان» به په قوي هوډ او پراخه حوصله د علم او پوهې عالي درجو ته ځانونه ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه