ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروې کډوالو شورا مشر: سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې

د ناروې کډوالو شورا مشر: سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې

author avatar
25 May 2023 - 00:14
د ناروې کډوالو شورا مشر: سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې
author avatar
25 May 2023 - 00:14

اټلانټا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ په کندهار کې له ځایي مشرانو سره تر لیدنو وروسته ویلي ، چې وايي چې، دغه ډله د ښځو د کار د بیا پیل لپاره “د لنډمهاله حل لارې” په لټه کې دي.‌

جان ایګلنډ،  د غویي په ۳مه، پر ټويټر کې لیکلي چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د سرپرست حکومت له ځایي مشرانو څخه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه،‌ د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره د مهال ويش غوښتنه کړې ده.

هغه پر دې خبرې په ټينګار سره چې يوازې ښځې کولاى شي ښځو ته لاسرسي ولري او دغه اداره به يوازې د نارينه کارکوونکو په مرسته فعاليت ونه کړي، زياته کړې: ” په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ په دې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي.”

د نوموړي په وینا، طالب چارواکو په ځواب کې ویلي چې د ښځو د کار د بیا پیل په موخه،‌ دوی د “لنډمهاله حل لارې”په لټه کې دي ترڅو په افغانستان کې د مخ پر زیاتیدونکې کړکیچ سره چیرې چې ۲۸ میلیونه خلک سمدستي مرستې ته اړتیا ولري، ژر تر ژره رسیدګي وشي.

د ناروې کډوالو د شورا مشر وايي، د سرپرست حکومت مشران استدلال کوي چې د نړیوال مالي‌سیسټم څخه د افغانستان ایستل، د پراختیايي مرستو بندول، د حکومت په رسمیت نه پیژندل او د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول د اقتصادي کړکیچ لامل شوي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او دغه‌راز پوهنتونونه تر دویم امر پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي څو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

دغه راز د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي موسسو کې د ښځو کار هم بند کړی، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په غبرګون کې د یوناما د څرګندونو په اړه ویلي، چې دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز، تبعیض نه دی او نه هم په افغانستان کې ددغه سازمان په فعالیت کې خنډ رامنځته کوي.‌

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.