Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر اوسېدونکي: د دغه ولايت لرغونو اثارو لپاره دې موزیم جوړ شي

پل علم (پژواک، ۴ غبرګولى ۱۴۰۲): د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لرغونو اثارو او کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د یاد نندارتون یوه ګډونوال شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې له مس عینک کان څخه ترلاسه شوو لرغونو اثارو د خوندي ساتلو لپاره په دغه ولایت کې موزیم جوړ کړي.

نوموړی وایي، د عینکو له کان څخه زرګونه قلمه تاریخي اثار په لاس راغلي او که په لوګر ولایت کې موزیم ورته جوړ شي، نو لیدنې ته به یې کورني او نړۍوال سیلانیان راشي.

هغه زیاتوي: «په لوګر ولایت کې د لرغونو اثارو او کتابونو نندارتون جوړېدل یو نیک ګام دی، خو دولت باید د دغه ولایت د لرغونو اثارو د خوندي ساتنې لپاره په مرکز پل علم کې موزیم جوړ کړي، څو پورې کورني او نړۍوال سیلانیان ورڅخه په اسانۍ سره لیدنه وکړي.»

د نندارتون یوه بل ګډونوال شېرخان ترین پژواک ته وویل، که د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لوګر کې د لرغونو اثارو موزیم جوړ کړي، نو د دغه ولایت ټول په لاس راغلي لرغوني اثار به خوندي وساتل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوسمهال د عینکو له کان څخه په لاس راغلي لرغوني اثار په غیرمعیاري توګه د عینکو په سیمه کې ساتل کېږي چې د وخت له تېرېدو سره به ویجاړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «لوګر ولایت یو تاریخي او له لرغونو اثارو ډک ولایت دی او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته پکار ده چې په لوګر ولایت کې د عینکو په نوم د لرغونو اثارو یو موزیم جوړ کړي او هغه اثار چې د عینکو له کان څخه په لاس راغلي دي ورکې ځای پر ځای کړي.»

دغه‌راز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک ته وویل چې نن يې په مرکز پل علم کې د کتابونو ترڅنګ، لسګونه قلمه لرغوني اثار هم نندارې ته وړاندې کړل.

صمیم زیاته کړه، له عینکو کان څخه زرګونه قلمه لرغوني اثار په لاس راغلي، خو د خوندي ساتلو په موخه د هېواد ملي موزیم کابل ته لېږدول شوي دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي: «لوګر ولایت یو لرغونی ولایت ده چې له عینکو کان څخه یې زرګونه قلمه تاریخي اثار په لاس راغلي دي او دغه اثار د لنډ وخت لپاره کابل ته لېږدل شوي دي او په پام کې ده چې د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې په شاوخوا ۳۰ جریبه ځمکه کې د لرغونو اثارو لپار موزیم جوړ شي او د عینکو کان لرغوني اثار به پکې ځای پرځای شي.»

لوګر کې په داسې حال کې د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړېږي چې د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د عینکو کان د لرغونو اثارو کېدنې چارې د بودجې  نشتوالي له امله په ټپه ولاړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.