Language

لغمان کې د ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت اوه پروژې بشپړې شوې

مهترلام (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲) : د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د څه باندې ٦٤ ميليون افغانيو په لګښت، ٧ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت‌خان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت په الينګار ولسوالۍ کې ۷ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 هغه زياته کړه، پر يادو پروژو څه باندې ٦٤ ميليون افغانۍ لګول شوې او د جوړولو چارې يې څو مياشتې وړاندې پيل شوې وې.

نوموړي وويل، په دغو پروژو کې د الينګار ولسوالۍ اړوندو سیمو کې کانکرېټي ويالې، محافظوي دېوالونه، د سړکونو جوړول او د نيالګيو اېښودل شامل دي.

login or register a new account.