ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت اوه پروژې بشپړې شوې

لغمان کې د ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت اوه پروژې بشپړې شوې

author avatar
25 May 2023 - 16:34
لغمان کې د ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت اوه پروژې بشپړې شوې
author avatar
25 May 2023 - 16:34

مهترلام (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲) : د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د څه باندې ٦٤ ميليون افغانيو په لګښت، ٧ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت‌خان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت په الينګار ولسوالۍ کې ۷ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 هغه زياته کړه، پر يادو پروژو څه باندې ٦٤ ميليون افغانۍ لګول شوې او د جوړولو چارې يې څو مياشتې وړاندې پيل شوې وې.

نوموړي وويل، په دغو پروژو کې د الينګار ولسوالۍ اړوندو سیمو کې کانکرېټي ويالې، محافظوي دېوالونه، د سړکونو جوړول او د نيالګيو اېښودل شامل دي.

هغه وایي، د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سلګونو کورنيو ستونزې حل شوې او زرګونه جريب کرنیزه ځمکه له ويجاړېدو څخه وژغول شوه.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، خوښ دي چې په سیمه کې یې د دولت له لوري د بیارغونې کارونه ترسره شول، خو په ورته وخت کې له حکومت او تمویلوونکو موسسو څخه غواړي چې په راتلونکي کې دې د کار د کمیت پرځای د کار کیفیت ته جدي پام وکړي.

د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۷ پروژو بشپړېدل د ولسونو په خیر بولي، ځکه په دغه کار سره زرګونه جریب کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو څخه وژغورل شوې.

د نوموړي په وینا، که څه هم د یادو ۷ پروژو چارې په ۹ میاشتو کې بشپړې شوې، سلګونه بې‌کاره ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره وه، خو په راتلونکي کې دې تمویلوونکې موسسې د کار کیفیت ته پاملرنه ډېره کړي.

هغه په دې اړه زياتوي: «په راتلونکي کې له ټولو ډونرانو غواړم چې د کار د کمیت پرځای دې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي.»

د سنګره سیمې اوسېدونکي محمدامان پژواک اژانس ته وویل، د دوی لپاره نږدې ۳۰ کیلومتره سړک د ۸ متره سور په لرلو سره هوار شوی چې اوس په اسانۍ او کم وخت سره کولی شي ولسوالۍ او مرکز ته سفر وکړي.

د هغه په خبره، پخوا د یاد سړک د خرابوالي له امله به یې ناروغان پر وخت مرکز ته نه شوای انتقالولی، خو اوس له حکومته د مننې کولو ترڅنګ غواړي چې یاد سړک په پاخه او اساسي توګه جوړ شي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.