غزني ښار (پژواک، ٥ غبرګولی ۱۴۰۲): د «آلوګل» کلنۍ دودیزه مشاعره د غزني په مرکز کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
یاده مشاعره چې د غزني ولایت مقام په انګړ کې جوړه شوې وه، شاعرانو پکې د روانو حالاتو په اړه ګډونوالو ته شعرونه واورول او خلک يې سولې او ورورولۍ ته راوبلل.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار وويل، له دغه ډول مشاعرو یې موخه په ټولنه کې د ناسمو دودونو له منځه وړل او د لیکوالۍ او شاعرۍ په برخو کې پټو استعدادونو ته وده ورکول دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې دغه کلنۍ مشاعره د ژوند، شلګر بهیر او نورو بېلابېلو نومونو ترسره شوې خو دوى ورته د «آلوګل» نوم ورکړى چې نور به هر کال په همدغه نوم ترسره کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP