منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د «آلوګل» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۶ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٥ غبرګولی ۱۴۰۲): د «آلوګل» کلنۍ دودیزه مشاعره د غزني په مرکز کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینه‌والو په ګډون ترسره شوه.

یاده مشاعره چې د غزني ولایت مقام په انګړ کې جوړه شوې وه، شاعرانو پکې د روانو حالاتو په اړه ګډونوالو ته شعرونه واورول او خلک يې سولې او ورورولۍ ته راوبلل.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار وويل، له دغه ډول مشاعرو یې موخه په ټولنه کې د ناسمو دودونو له منځه وړل او د لیکوالۍ او شاعرۍ په برخو کې پټو استعدادونو ته وده ورکول دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې دغه کلنۍ مشاعره د ژوند، شلګر بهیر او نورو بېلابېلو نومونو ترسره شوې خو دوى ورته د «آلوګل» نوم ورکړى چې نور به هر کال په همدغه نوم ترسره کېږي.

دغه‌راز په یاده مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي وویل، د دغه ډول مشاعرو ترتیبول د فرهنګيانو او شاعرانو ترمنځ اړيکې پياوړې کوي.

همدرانګه د ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق له شاعرانو  غوښتنه وکړه چې د ټولنیزو ناخوالو له منځه وړلو او کلتوري ودې لپاره په ګډه کار وکړي.

د کندهار ولايت يوه شاعر محمدزي عرفان پژواک ته وویل، پخوا له غزني څخه يوازې د جنګ جګړې خبرونه اورېدل کېدل، خو اوس له نېکه‌مرغه کلنۍ مشاعرې پکې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه ډول فرهنګي او کلتوري کارونه کولای شي چې په هېواد کې د قومونو ترمنځ یووالي ته لار پرانیزي او په ټولنه کې تاوتریخوالی را کم کړي.»

د يادونې ده، په ياده مشاعره کې پر غزني سربېره، د کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، زابل، پکتیکا، پکتیا، لوګر، کندهار، هلمند، فراه، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو شاعرانو هم ګډون کړى وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور