Language

پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو راوستو په موخه ګډه کمېټه جوړېږي

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتياوو برابرولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نن (شنبه) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.

login or register a new account.