Language

تېره میاشت د طبیعي پېښو له امله ۸۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د روان لمريز کال په غويي میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه څرګندونې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي په یوه ویډیویي کلیپ کې کړې دي چې نن (شنبه) د یاد وزارت په ټویټرپاڼه کې خپور شوی دی.

login or register a new account.