کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د روان لمريز کال په غويي میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه څرګندونې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي په یوه ویډیویي کلیپ کې کړې دي چې نن (شنبه) د یاد وزارت په ټویټرپاڼه کې خپور شوی دی.
رحیمي ویلي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په غویي میاشت کې په کاپیسا، میدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، ډایکندي او ننګرهار کې د بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او داسې نورو پېښو مرګژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړې، په یاده موده کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ژوبل شوي دي، دغه راز ۳۴۱ کورونه نیمه او یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هغه په وینا، په یاد وخت کې ۱۹ زره او ۵۷۳ جربی کرنیزه ځمکه او مېوهلرونکي بڼونه تخریب شوي او ۱۳۵۴ څاروي له منځه تللي دي.
رحیمي څرګنده کړې، دغه وزارت له مرستندویه موسسو سره په همکارۍ په تېره يوه مياشت کې له ۱۵ زرو څخه ډېرو زیانمنو کورنیو سره د خوراکي، غیرخوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.
نوموړي له خیریه بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې له طبیعي پېښو زیانمنو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېره وري میاشت کې د هېواد په ۳۱ ولایتونو د طبیعي پېښو له امله ۲۹ کسان مړه او ۱۰۵ نور ټپیان شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










