کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): مالیې وزارت وایي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.
یاد وزارت نن (شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له پلازمېنې کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP