ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میمنې ښار بڼه بدلول؛ د سلګونو پخواني دوکانونو پر ځای نوي دوکانونه جوړېږي

د میمنې ښار بڼه بدلول؛ د سلګونو پخواني دوکانونو پر ځای نوي دوکانونه جوړېږي

author avatar
27 May 2023 - 18:56
د میمنې ښار بڼه بدلول؛ د سلګونو پخواني دوکانونو پر ځای نوي دوکانونه جوړېږي
author avatar
27 May 2023 - 18:56

میمنه (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښاروالۍ د دغه ښار د ښکلي کولو، پاکولو او نوي کولو لپاره د سلګونو زړو هټیو پر ځای د نوو هټیو جوړول پیل کړي چې دغه کار د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

خو د میمنې ښار اوسېدونکي وايي چې د دوکانونو له بیارغونې او ړنګولو سره د میمنې ښار کې بشري قوه کمه ده او د ودانیزو توکو بیې هم راټیټې شوې دي.

په میمنه کې د هرات واټ یو هټۍوال محمدعالم وايي، د میمنې ښار سړکونه او هټۍ ۸۰ تر ۱۰۰ کاله پخوا جوړ شوي چې د وخت په تېرېدو سره ویجاړ او پر کنډواله بدل شوي وو؛ خو د اسلامي امارت په راتلو سره، د میمنې ښاروالۍ یو نوښت پیل کړی څو ټول دوکانونه بیا ورغول شي چې د ستایلو او ملاتړ وړ اقدام دی.

هغه وویل: «د نړۍ خلکو په خپلو هڅو پرمختګ کړی او اوس په ښه فضا کې ژوند کوي خو موږ تر اوسه په کنډوالو کې د بل په تمه یو څو ښار مو جوړ کړي؛ د میمنې له ښاروالۍ هیله لرو چې سړکونه په مناسبه او پرمختللې نقشه جوړ کړي څو راتلونکي نسلونه خو لږ تر لږه ۸۰ کاله په سوکالۍ کې وي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.