کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان خپل له ۵۰ ډېر شریکان هڅولي څو له افغانانو سره روغتیايي مرستې وکړي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغه سازمان د مشر لاو ډاپینګ (Luo Dapeng) له قوله لیکلي، د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره نړۍوال مشارکت کلیدي رول لري.
هغه وايي، دغه سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې اړو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو مشرۍ رول پر غاړه واخلي.
نوموړي زیاته کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان له ۵۰ ډېر شریکان د افغانستان له خلکو سره د روغتیايي مرستو لپاره هڅولي دي.
سرچینې د کوم سازمان یا ادارې نوم نه دی ښودلی، خو یاد پیغام یې له اروپايي ټولنې او «سوېډن پریزډینسي» سره په همغږۍ خپور کړی دی.
Views: 102
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن