Language

ملا محمدناصر د مالیې وزارت سرپرست ټاکل شوی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، ملا محمدناصر د مالیې وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غبرګولي په ۷مه د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې د مشرتابه د حکم له مخې ځینې ټاکنې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مخکنی مرستیال ملا محمدناصر د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد ویلي، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مخکنی معین ملا عبدالقاهر ادریس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه او د افغانستان بانک دویم مرستیال حاجي عبدالقدیر احمد د مالیې وزارت د مالي چارو معین په توګه ټاکل شوي دي.

[/restrict]