ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره کتلي

مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره کتلي

author avatar
28 May 2023 - 00:03
مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره کتلي
author avatar
28 May 2023 - 00:03

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان شارژدافیرد د ریاست‌الوزراء له کفیل او سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو لورو سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني وویل، د دواړو لورو سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

د نظاماني په خبره، پاکستاني چارواکو تل له اسلامي امارت سره پر تعامل، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو او د بشري مرستو ډېرېدو په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی دی.

په ورته وخت کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې او پر نېک نیت ولاړې اړیکې غواړي.

مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو د پاکستان د کوربه‌توب او همکاریو په مننې ویل، اړتیا ده چې د سیمه‌ییز ترانزیټ او په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې هم دواړه لوري خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل افغانانو ته د پاکستان د وېزو د ورکړې، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو د حل او په تورخم او سپين بولدک کې د تګ – راتګ په برخو کې د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم وکړه.

په پای کې د پاکستان سفیر په دې اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، د ویزې د صدور او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه به اقدامات وکړي.

د یادونې ده، د پاکستان سفیر نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي وو.

[/restrict]

Views: 73

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.